ایکنانیوز د انټره نیوز له قوله راپور راکړ، د انډونیشیا د قرآن نړیوالو سیالیو څلورم پړاؤ(MTQ) د غوره قاریانو او حافظانو په جایزو نازولو او ډالۍ کولو سره پاي ته ورسیدې.
دغه سیالۍ د آسیا، افریقا، اروپا او امریکا له ۳۸ هیوادونو څخه د شپیتو ګډون کونکو په شتون سره د جنورۍ له ۲۹ پیل شوې او د فرورۍ په لومړئ نیټه په جکارتا کې پاي ته ورسیدې.
د قرآن د قرائت په څانګې کې د سړیو په برخې کې لومړی ځائيګی دانډونیشیا عمران الکریم ترلاسه کړ او د افغانستان سید روح الله هاشمي هم په دوهم ځائیګي کې شو او د سورئې احمد صفی ابوعمر الحلبی هم دریم شو .
د میرمنو د قرائت په برخې کې هم له انډونیشیا میرمن دیانا عبدالجبار لومړی مقام خپل کړ، د فلیپین صباحا پاتو سالک هم دوهم او د سنګاپور عتیقه بینت سهیمي هم دریم ځائيګی وګاټه.
د قرآن دحفظ په څانګې کې د سړیو په برخې کې د انډونیشیا یاسین البر لومړی مقام، د لیبیا عماد مصطفی حسن الدباني دوهم او د روسیې عالم الدین فخر الدینوف هم دریم ځائیګی خپل کړ.
د میرمنو د حفظ په برخې کې هم له انډونیشیا څخه میرمن نفیسه الملاح لومړۍ، له کینیا څخه مونا عبدي قطر عبدی فرح دوهمه او له هندوستانه دآیسفه عزه دریم ځائیګی خپل کړ.
دترسره کونکو په وینا،څه دپاسه ۱۸۷ هیوادونو څخه په مقدماتي مرحلې کې چې چې د ۲۰۲۴ کال په پاي کې ترسره شوي ، ګډون وکړ.
ددغو سیالیو دریمه مرحله په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې چې په هغې کې د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې د ایران نماینده محمود نوروزي لومړی مقام ترلاسه کړی شو همداراز په هغه پړاؤ کې جواد سیلیمي هم د قرائت په څانګې کې دریم ځائيګی ګټلی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4263384